حساب پې ډاونلوډ کړئ
د مالي ارتباطاتو او لاسرسي راتلونکی
حسابپې مهمو مالي زېربناوو ته په لاسرسي سره د نړيوالو مالي موخو په ترلاسه کولو کې له تاسو سره مرسته کوي. مونږ د خپلو نړيوالو توليداتو او خدماتو له لارې، وګړو، سوداګریزو شرکتونو، او ستاسو په څېر غير انتفاعي مؤسسو ته دا فرصت په لاس درکوو، چې د ارتباطاتو په بې پولې نړۍ کې د پرمختګ په لور خپل ګامونه اوچت کړي.

نړیوال سازمانونه پر حساب پې باندې باور لري


















خدمات او د API حل لارې
برېښنايي اداینې د بې پولو مالي راکړو ورکړو لپاره
حساب پې ستاسو د مالي اړتیاوو د حل په موخه د خدماتو له لارې او یا هم ستاسو له سیسټم سره د نښلېدو په بڼه د برېښنايي اداینو حل لارې چمتو کوي او له تاسو سره مرسته کوي؛ ترڅو خپلو موخو ته په آسانۍ سره ورسېږئ.
همدا نن د حساب پې له کورنۍ سره یوځای شئ!
هره میاشت د الگورنډ بلاکچېن له لارې له ۳۸۰,۰۰۰ څخه زیاتې راکړې ورکړې او له ۴۰ میلیونو ډالرو څخه د ډېرو معاملو په لګښت، مالي راکړې ورکړې پروسس کېږي او دغه پروسه په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده!
د ټولو چینلونولپاره د اداینو حل لارې
خپلې مالي راکړې ورکړې په انډرایډ او آی او اېس (IOS) موبایلونو کې، وېبسايټ، یو اېس اېس ډي (USSD) او د حساب پې د کارتونو له لارې په بې سارې توګه ترسره کړئ.

پرته له ځنډه د پیسو لیږد
د طیارې د ټکټونو پېرل، د بېلونو اداینې، د موبایل کرېډېټ پېرل، د ډالۍ کارتونو پېرل او دې ته ورته نورې ډېرې مالي راکړې ورکړې یوازې په حساب پې اپلېکېشن کې موندلای شئ.
له کومې لارې غواړئ چې خپلې اداینې ترسره کړئ
پرته له انټرنېټه لاسرسی
د اداینو یوازينۍ حللاره
پیسو، اداینو او خدماتو ته د لاسرسي بېلابېلې لارې د هر چا لپاره
حساب پې د اداینو یوه ټول ګډونه حللاره ده، چې کارونکو ته د مالي چارو د سمبالولو لپاره بېلابېلې لارې چارې په اختیار کې ورکوي. تاسو په خپل حساب او سوداګریز حساب کې د بېلابېلو لارو له طریقه پیسې زیاتولای شئ او همدارنګه هر کله چې وغواړئ خپلو پیسو ته پرته له ځنډه لاسرسی هم موندلای شئ. د ساده راکړو ورکړو ترڅنګ حساب پې تاسو ته د بېلونو د اداینې، د موبایل کرېډېټ پېرل، د کرېپټو کرنسي پېرل، د طیارې د ټکټونو اخیستل او داسې نورې چوپړتیاوې هم وړاندې کوي.
بې سرحده اداینې
حساب پې نه یوازې د عادي کاروونکو لپاره بلکې د شرکتونو او د سیسټم د پراختیا ورکونکو لپاره هم ډيزاین شوې ده، چې د معاشونو د مدیریت او د نورو بېلابېلو اداینو په برخه کې خدمات وړاندې کوي. دغه ټولې آسانتیاوې ستاسو په لاس کې دي او حساب پې ستاسو د ټولو تادیاتي اړتیاوو لپاره یوازينۍ حللاره ده.

"
حساب پې د بلاکچېن ټکنالوژي په کارولو سره، اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې غوره بدلون رامنځته کړی دی. د دغه پلټفارم ټيټ فیس، چټکې اداینې او د پروسې روڼتیا د دې لامل شوې، چې حساب پې د بشري مرستو د وېش لپاره د یو معتبر سیسټم په توګه وپېژندل شي. حساب پې د مرسته اخیستونکو لپاره د پیسو د خونديتوب او آسانتیا په برخه کې د پام وړ ښه والی رامنځته کړی دی.

مټ کېلر
د ټولنیزو چارو رییس
د الګورند بنسټ
زموږ همکاران










خوندیتوب
مونږه ستاسو پیسې څرنګه خوندي ساتو؟
له پي سي آی (PCI) سره همغږي لري
موږ ستاسو معلومات د (PCI DSS) له مقرراتو سره سم خوندي ساتو او همدارنګه د (PCI DSS) د مقرراتو پر اساس د حللارو د رامنځته کولو شونتیا تاسو ته په لاس درکوو.

جواز ورکول او نظارت
موږ د اداینو او ځاني امانتي بټوو د رسمي جواز په درلودلو سره، ستاسو د نړیوالو اداینو په برخه کې د باور وړ همکار یاستو.
د درغلیو مخنیوی
مونږ په راکړو ورکړو باندې د څارنې له پرمختللو لارو چارو لکه چېنالېزس (Chainalysis) او اوپنسنکشن (OpenSanction) څخه په ګټه اخیستو او د درغلیو ضد د لوړو معیارونو په پام کې نیولو سره ستاسې راکړې ورکړې خوندي ساتو.
پرمخ وړونکي
د سیسټم د پراختیاورکوونکي API

په خوندي محیط کې آزمایل

د اداینو د وېش API

د API معتبر اسناد

د اړوندې برخې ملاتړ