په هر ځای او هر وخت کې، هر چا ته اداینه وکړئ!




حساب پې
نړیوال سازمانونه پر حساب پې باندې باور لري.



د حساب پې کارت لوستونکی ماشین (HesabPOS)



لوی سکرین، ګړندې ادینې!
د حساب پې پاز یو پیاوړی او ځانګړی اپلېکېشن لري، چې د خورا چټکو معاملاتو د پروسس لپاره ډیزاین شوی دی، ترڅو هر کله پرته له ځنډه خپلې اداینې په ډاډمنه توګه ترسره کړئ.
د کارتونو د منلو لپاره درې انتخابه
کارت لوستونکی ماشین (m-POS)، د حساب پې پاز ماشین (HesabPOS) او ځيرک موبایل
د حساب پې پاز له لارې پیسې وګټئ!
پرته له لګښته یوازې د ۱۰۰ ډالرو ضمانت په بدل کې يې ترلاسه کړئ.
د ترلاسه کولو لپاره يې همدا اوس له مونږ سره په اړیکه کې شئ!
د اداینې لپاره هر نړیوال کارت مني.








د حساب پې کارت

د کارت سکن کول

د کارت ټچ کول

د کارت کش کول

د کارت دننه کول

آیا غواړئ چې په یو وخت کې ډېرې اداینې ترسره کړئ؟
په یو وخت کې له یوه حساب څخه یو کس یا ۱۰۰،۰۰۰ کسانو ته اداینه وکړئ.

ګڼې اداینې
د حساب پی له یوه اکونټ څخه، یوازې په یوه کلېک سره کولای شئ، چې له یوه کس نه نیولې ان تر ۱۰۰۰۰۰ کسانو پورې هر چا ته په ډېره آسانه توګه اداینې ترسره کړئ.

د پیسو زیاتولو بېلا بېلې لارې چارې
په حساب پې بټوه کې په آسانۍ سره له بانکي حسابونو ، نغدو پیسو او نړیوال پېرودونکي د USDC له لارې کولای شئ چې پیسې جمع کړي.

ګڼ پلټفارمونه
په ځیرکو موبایلونو کې له اپلېکېشن څخه نيولې، تر ساده موبایلونو پورې چې له USSD څخه پکې ترې ګټه اخیستل کېږي، کیو آر (QR) کوډونه او همدارنګه اف پې کارتونه چې ان اړیکشمېرې ته هم اړتیا نه لري.

څو اړخیزه تاییدي
د څو اړخیزې تاییدۍ پروسې چمتو کول، ستاسو ټیم ته د دې زمینه برابروي، چې د فاینل معاملو مخته تګ، بیا کتنه او تاییدي د دوی له لوري ترسره شي.
وړیا ازموينه
برېښنايي اداینې او راکړې ورکړې وړیا دي.
که نه له دې پرته له ۲ څخه نیولې تر ۵ سلنې پورې د پیسو د لېږد لګښت د پیسو د زیاتولو په طریقې او د پیسو په مقدار پورې تړاو لري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ [email protected] ته برېښنالیک واستوئ او یا هم د "پیل يې کړئ" پر بټنه باندې کلېک وکړئ.
د بلاکچېن خونديتوب
په حساب پې کې د مالي راکړو ورکړو د خونديتوب لپاره د بلاکچېن (Blockchain) له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل کېږي.
له حساب پې سره یوځای کېدو ته چمتو یاست؟
خپله وېبپاڼه یا اپلېکېشن وصل کړئ؛ ترڅو نړیوالې اداینې مو په آسانه او چټکه توګه ترلاسه کړئ.

د آزمايښت خوندي چاپېریال (Sandbox Testing)

د اداینو وېش API

د API پیاوړي او هر اړخیزه اسناد

ځانګړی ملاتړ

د حساب پې پراختیا ورکوونکو پورټال (Developer Portal) د اداینو د بشپړ مدیریت لپاره غوره آسانتیاوې ستاسو لپاره چمتو کوي. د یوه روښانه پلټفارم له لارې د (API) کلیدونو رامنځته کول، د وېب هوکونو (webhooks) تنظیمول، د معاملاتو بیا کتنه او د پیسو بېرته ګرځول — دا ټولې چارې د یوه ځیرک پلټفارم له لارې تاسو ته د یوه غوره او اغېزناکه مدیریت ځواک په لاس درکوي.
آیا تاسو یو انفلوېنسر (Influencer) یاست؟
له حساب پې سره د یوه انفلوېنسر (Influencer) په توګه یو ځای شئ – شریک يې کړئ او عاید ترلاسه کړئ!
د یوه انفلوېنسر په توګه تاسو کولای شئ:
- د بلنې یو ځانګړی لېنک (Affiliate link) ترلاسه کړئ او له خپلو مینوالو او لیدونکو سره یې شریک کړئ.
- هغو کاروونکو چې ستاسو د لېنک له لارې خپلو ځانونو ته حسابونه پرانیستي وي، د هغوی له لوري د هرې ترسره شوې معاملې په بدل کې به تاسو کمېشن ترلاسه کړئ.
د حساب پې خوندي او آسانه مالي چوپړتیاوې لکه: د بېلونو اداینې، د موبایل کرېډیټ پېرل او په نړیواله کچه د پیسو د لېږد خدمات خلکو ته وروپېژنئ.
نومليکنه يې ډېره آسانه ده!
نومليکنه يې ډېره آسانه ده! یوازې زموږ د غوښتنلیک فورمه ډکه کړئ او د خپلو ټولنیزو رسنیو چينلونو معلومات مو پکې دننه کړئ. زمونږ ټیم به ستاسو منځپانګه او محتوا وارزوي؛ ترڅو زمونږ له برنډ سره د همغږۍ له درلودلو نه خپل ځانونه ډاډمن کړي. له تاییدۍ نه وروسته به تاسو ته د بلنې (Affiliate) لېنک درکړل شي او له دې سره به تاسو وکړی شئ چې خپل عاید ډېر کړئ.
راځئ چې په ګډه برښنايي اداینو ته لاسرسی آسانه کړو او له دې سره به تاسو هم له یوې ګټورې همکارۍ څخه برخمن شئ!
همدا اوس خپل غوښتنلیک راواستوئ او له حساب پې سره د پیسو ګټل مو پیل کړئ!
زمونږ له څانګو نه ليدنه وکړئ او یا له مونږ سره په اړیکه کې شئ!
د ذخیره کولو لارښوونه
لارښوونې ترلاسه کړئ
خپله سیمه ومومئ
تفصیل
زمونږ برېښناليک
زمونږ د اړیکې شمېره
۵۸۰
مرکزي دفتر
۲۰۹۳ فلاډلفیا پایک ۷۸۶۰، کلیمونټ، ډیلاویر ۱۹۷۰۳-۲۴۲۴، امریکا
پرله پسې تازه معلومات له دې ځایه ترلاسه کړئ.
په ټولنیزو رسنیو کې مونږه وڅارئ!
