شرطونه او مقررات

د خپلې اړیکشمېرې په کارولو سره، تاسو کولای شئ، چې د حساب پې ګڼوڼ (حساب) پرانیزئ.

د حساب پې ګڼوڼ (حساب) خپلو کاروونکو ته اجازه ورکوي، چې لاندې فعالیتونه ترسره کړي:

· د کاروونکو له بانکي حسابونو څخه د پیسو لېږل او ترلاسه کول.

· د اداینې کارتونو له لارې هر ثبت شوي پلورنځي ته د اداینې ترسره کول.

· د حساب پی هر راجسټر شوي استازي ته په ورتلو، د کارتونو له لارې د نغدو پیسو ويستل.

· کارکوونکو ته معاشونو ورکول.

· په ټوله نړۍ کې خپلو ملګرو او کورنۍ ته د حساب پی، بانکي حساب، د پیسو حساب او یا هم د نغدو پیسو ورکونکو استازو له لارې پیسې واستوئ.

د اداینې کارت وصل کړئ او یا يې هم مه وصلوئ

حساب پی خپلو کاروونکو ته اجازه ورکوي، چې په آسانۍ سره خپل بانکي حسابونه د ګام په ګام پروسې، د خپل د اداینې کارت او یا هم د ننوتلو اسنادو په کارولو سره وصل کړي. کاروونکي اړ دي، له هغه ګڼوڼونو (حسابونو) او کارتونو څخه چې د اعتبار موده یې تر ۳۰ ورځو پورې پاتې وي، ګټه واخلي.

په ورته ډول، که څه هم حساب پی خپلو کاروونکو ته دا اجازه ورکوي چې د لیېک اکاونټ د تنظیماتو له لارې د اداینو میتودونو غیر فعاله کړي؛ خو د ګڼوڼ (حساب) اړوند د معاملاتو مخینه به د مقرراتو د رعایت په موخه زمونږ په داخلي سیستم کې پاتې شي.

صورت حسابونه او راپورونه

ټول کاروونکي حق لري چې د اپلېکېشن له لارې خپل صورت حساب ډاونلوډ کړي او د معاملې د ترسره کېدو څخه وروسته به د حساب پې له لورې دوی ته په اپلېکېشن کې خبرتیا ورکړل شي. حساب پې خپلو کاروونکو ته د دې اجازه هم ورکوي چې د فعالیت په برخه کې د خپلو فعالیتونو اړوند ټول تفصیلي تحلیل ترلاسه کړي. دا هم شونې ده، چې کارکوونکي د ځانګړو صورت حسابونو لپاره له خپل اړونده بانک سره په اړیکه کې شي. حساب پې د صورت حسابونو او راپورنه پر وړاندې پیسې نه اخلي.

بېلانس زیاتول

حساب پې د ساتونکي بټوې یو خدمت دی، چې د بانکدارۍ سیستم له مخې ستاسې پيسې په ۱:۱ تناسب کې ساتي. حساب پې به هېڅ کله هم په هېڅ وخت کې ستاسې پر پیسو پانګونه، مصرف، او لېږد ونه کړي. تاسې کولای شئ چې خپل بېلاېنس هر وخت ترلاسه کړئ.

منل شوي اسعار

حساب پې د بېلابېلو اسعارو له لارې اداینې ترسره او پروسس کوي. په داسې حال کې چې له نړیوالو چمتوکوونکو سره یوازې په امریکايي ډالرو خپل معاملات ترسره کوي.

د پیسو لېږد

د حساپ پې کاروونکی کولای شي چې د حساب پې اپلېکېشن له لارې خپلو ملګرو، کورنۍ، کارکوونکو او یا پلورونکو ته پیسې واستوي. د پیسو استول او ترلاسه کول د قضایي مقرراتو په حدودو کې او همدارنګه د اداینو کارېدونکي کانال له مخې، کېدای شي چې د پيسو د استولو په ورځيني، اوونیز، او میاشتني مقدار او د معاملاتو پر کچې محدودیتونه شتون ولري. د خدمتونو ځینې وړاندې کوونکي د لېږد لپاره خورا لږې پیسې لري. که چېرته یو کاروونکی سره له دې چې په ټولو شرطونو برابر هم وي او ونه شي کړی، چې د وېبسایټ او یا هم د کاریال (اپلېکېشن) له لارې د تخنیکي ستونزو له امله پیسې واستوي، حساب پې د دغې ستونزې د حل مسوولیت لري. که چېرته، نوموړې ستونزه په وېبسایټ او کاریال (اپلېکشن) پورې تړاو و نه لري، دوی دې له اړونده بانکونو سره د ستونزې د حل لپاره په اړیکه کې شي.

د پیسو ترلاسه کول

د کارکوونکو د اداینې په وصل شوو حسابونو کې به د اداینو د ترلاسه کولو پر مهال په اتومات ډول پیسې زیاتې (کرېډېټ) شي. دوی به په اپلېکېشن کې خبرتیا ترلاسه کړي او د اداینې جزییات په هم همالته وګوري، کله چې یو کاروونکی یوه اداینه ترلاسه کوي، او د نوموړې/نوموړي په ګڼوڼ (حساب) کې نه ښکاري؛ نوموړی/نوموړې کولای شي چې د اداینې په تړاو د لا نورو جزییاتو د ترلاسه کولو لپاره له لېږونکي اړخ سره په اړیکه کې شي.

د اداینې لغوه

که چېرې یو ځل یو کاروونکی د حساب پی له لارې اداینه ترسره کړي، نو د اداینې د لغوې او بېرته راګرځونې هېڅ امکانات شتون نه لري. مخکې له هرې اداینې، کاروونکي دې خپل ټول معلومات، د ترلاسه کوونکي د جزییاتو او د اداینې د پيسو د مقدار په ګډون دوه ځلي وګوري. دا چې د ګټه اخستونکي څخه يې د رسید په اړه ډاډ ترلاسه کړی وي؛ نو حساب پې په کلکه تاسو ته سپارښتنه کوي، چې مخکې له دې چې ډېرې پیسې واستوئ، لومړی د ازمایښت په بڼه یو کوچنی مبلغ مقابل لوري ته ولېږئ.

معاشونه یا سترې اداینې

په حساب پې کې د معاش یا د پیسو د وېش له ځانګړنې څخه په ګټه اخیستنې، کاروونکي کولای شي چې خپلو کارکوونکو ته معاشونه یا هم ګټه اخیستونکو ته په لوړ مقدار د پيسو د لېږد اداینې ترسره کړي. کاروونکي مکلف دي چې د حساب پې د وېب بڼه (د مبایل د کاریال په پرتله) وکاروي او دا چې د خپل ګڼوڼ (حساب) د معاشونو د اداینې ځانګړنه یې کارولې وي؛ نو د حساب پې اړوند ټول غوښتل شوي معلومات دې هلته زیات کړي. کاروونکی باید مخکې له اداینې خپل ګڼوڼوڼه (حسابونه) او د ترلاسه کوونکي اړوند ټول معلومات دوه ځلې وګوري. که یوځل اداینه ترسره شوه، نو کاروونکی نه شي کولای چې نوموړې اداینه لغوه یا دې د بېرته واپس کولو غوښتنه وکړي.

سوداګر ته اداینې

کاروونکي کولای شي، چې د خپل ګڼوڼ (حساب) څخه په ګټه اخیستنې پلورونکو ته اداینه وکړي او یا سوداګریزې معاملې ترسره کړي. سوداګرو ته اداینې د پيسو منظم لېږد ګڼل کیږي. کاروونکي کولای شي چې د حساب پې اپلېکېشن له لارې د پلورونکو کيو آر (QR) کوډ سکن کړي (او بیا د خپل پېن کوډ د لیکلو له لارې اداینه تایید کړي) یا هم پلورونکي ته د سکن لپاره خپل د اداینې کارت وړاندې کړي (ورپسې دې له پلورونکي سره د اداینې د تایید لپاره دوی ته د لیکلي پیغام له لارې لېږل شوی یو ځل کارېدونکی پسسورډ (OTP) شریک کړي).

د حساب پی، د اداینو ګرځنده وسیله اېم-پاز (mPOS)

د حساب ټول سوداګر کاروونکي چې د حساب د اداینې ګرځنده وسیلې (اېم-پاز) پروګرام لپاره وړ دي، دوی کولای شي چې د (اېم-پاز) وسیله، پوستکالي (سافټویر)، او د پیل لپاره د مرستې په توګه اړونده اړینه روزنه ترلاسه کړي. سوداګر کولای شي چې نوموړې وسیله له ټولو وړ چمتوونکو ادارو؛ د حساب پې، ویزه کارت، ماسټر کارت،، امرېکن اېکسپرېس، ډېسکور، یونیین پې، او د نورو چمتوکوونکو ادارو په ګډون د اداینې د کارتونو په کش کولو سره وکاروي. سوداګر خپلې پيسې د حساب پې په ګڼوڼ (حساب) کې ترلاسه کوي.

د حساب پی حقوق

فسخه کول

حساب پې د خپل واک له مخې دا حق لري، چې کاروونکي ته د خبرتیا له لارې د هر دلیل پر اساس او هر وخت د کاروونکي تړون فسخ، اصلاح او بدل کړي او یا هم د مبایل اپلېکېشن، وېبسایټ، او د اداینې ګرځنده وسیلې (اېم-پاز) پروګرام ته د دوی د لاسرسي مخنیوی وکړي. ځینې دلایل چې د سمدستي فسخه کېدو لامل ګرځي، په لاندې ډول دي:

· د درغلۍ یا غیر قانوني فعالیت په صورت کې.

· د کاروونکي له تړون څخه د هرې سرغړونې په صورت کې.

· کله چې حساب پی پوه شي، چې کومه شمېره چ چې د ګڼوڼ (حساب) د پرانیستلو لپاره کارول شوې، ثبت شوې نه ده.

· د صلاحیت لرونکې محکمې او یا هم د کومې بلې صلاحیت لرونکي دولتي ادارې د حکم په صورت کې.

د مسؤولیت محدودیت

د حساب پی مسؤولیت یوازې تر هغه خدماتو پورې محدود دی، چې موږ يې کاروونکو ته وړاندیز کوو. حساب پی وروسته له دې چې نورو چمتوکوونکو ادارو ته کوډ شوې ېیټا لکه د سي وي وي (CVV) کوډ په تړاو چې په مستقیمه توګه لېږل کیږي، هېڅ مسؤولیت نه مني.

د دې شرطونو او مقرراتو په منلو سره، کاروونکي پر دې موافق دي، چې حساب پی به د هېڅ تاوان یا زیان پر وړاندې لکه: مالي تاوان، ښه نیت، شهرت، ګټې، غیرمستقیم او یا هم څرګند تاوان په ګډون مسؤولیت نه لري.

معنوي ملکیت

زينزیر لمېټېډ د حساب پې د وېبسایټ او د ګرځنده مبایل اپلېکېشن ځانګړی مالک دی او په ځانګړې توګه د ټولو حقونو او امتیازاتو د وېبسایټ د منځپانګې، متن، ګرافیک، لېنکونو، لوګو، انځورونو، نور ورته امتیازونو، د کاپي حقونو، سوداګریزو نښو، سوداګریزو رازونو، د چوپړتیاوو نښو، محصول او د چوپړتیا نومونو (”معنوي ملکیت“) په ګډون د مالکیت څښتن دی. د کاروونکو هوکړه لیک کې د لیکل شوو شرطونو او مقرراتو له مخې، زمونږ له چوپړتیاوو څخه د سمې او رسمي ګټه اخستنې په موخه، ځنځر لمېټېډ کاروونکو ته د نه لېږد وړ، د غیر فرعي جواز وړ، او غیر ځانګړي حق او جواز ورکوي. ټول کاروونکي پر دې موافق او وعده سپاري چې دا لاندې ذکر شوې کړنې به نه ترسره کوي:

     

      • له هرې لارې د زینزیر لمېټېد د معنوي ملکیت ښودل، کاپي، او کارول؛ کاروونکي اجازه لري چې له وېبسایټ او کاریال (اپلېکېشن) څخه د هغه موخو لپاره چې په شرطونو او مقرراتو کې لیکل شوې دي، ګټه واخلي.

      • د چوپړتیاوو د هر ډول غیر مجاز کارونې لپاره د معلوماتو د را ایستنې د هرې وسیلې او اسلوب کارول.

      • د هر کار/محصول، تخلیق/تولید؛ اصلاح، کاپي، پلورل، وېشل، کرایه، اجاره او قرضه چې په ټوله کې زمونږ د وېبسایټ، کاریال (اپلېکېشن)، او چوپړتیاوو پر اساس او یا هم ټوله یا لږه برخه وي..

      • د کوم لیکوال، سوداګریزې نښې او یا هر هغه معلومات چې زمونږ په وېبسایټ یا د ګرځنده مبایل په کاریال کې ښکاري د هغې بدلول او یا ړنګول؛ پرته د دوی له شخصي معلوماتو څخه چې د دوی له لورې په قانوني توګه د ګڼوڼ (حساب) جوړولو پر مهال لیکل شوي دي.

      • حساب پې یا د هر درېیمګړې ډلې د کاپی حق، سوداګریزې نښې، سوداګریز راز، امتیاز یا نور معنوي ملکیت او یا د نورو له حقونو څخه سروغړونه.

    د هویت تایید

    حساب پې دا حق لري چې د کاروونکو څخه هر مهال د هر دلیل له مخې د دوی د پېژندنې په تړاو د تایدۍ غوښتنه وکړي. له کاروونکو څخه به د دوی د پېژندنې د تایید په موخه د حکومت له لورې د صادر شوو اسنادونو (له اشخاصو څخه، حکومتي پېژندپاڼه او پاسپورټ؛ او د سوداګریو لپاره به د سوداګرۍ جواز) د سپارلو غوښتنه وشي. د پورته ذکر شوو اسنادو نه وړاندې کول به د کاروونکي د تړون د لغوه کېدو او د دوی د ګڼوڼ (حساب) د بندېدو لامل وګرځي.

    د هر ډول احتمالي درغلۍ، اختلاس او یا شمکنو کړنو په صورت کې، حساب پې به نوموړی کاروونکی د مناسبو قانوني اقداماتو په موخه اړونده قضایي ادارو ته معرفي کوي.

    ټولو کاروونکو ته خبرداری ورکول کیږي، چې خپل ګڼوڼ (حساب) کې د الکترونیکي درغلۍ په تړاو هوښیار واوسي. که حساب پې له خپلو کاروونکو هر ډول اسناد غواړي، دوی نوموړې غوښتنې د برېښنالیک او د حساپ پې د خبرتیا د سیستم له لارې له خپلو کاروونکو سره شریکوي او کاروونکي کېدای شي چې نوموړي اسناد یواځې د حساب پې پرلیکه (آنلاین) پورټال له لارې په برېښنایي توګه وسپاري.

    د معلوماتو کارول

    د ترلاسه کوونکي د اړیکشمېرې په لیکلو سره، کاروونکي کېدای شي چې د ګڼوڼ (حساب) د خاوند نوم، د ګڼوڼ (حساب) شمېره، د بانک نوم، او همدې ته ورته معلومات له حساب پې څخه ترلاسه کړي. دوی باید نوموړي معلومات له خپل ځان سره وساتي او د حساب پې د چوپړتیاوو په برخه کې دې یې وکاروي.

     اتومات نوي کېدل

    • ستاسو کڅوړه به د بېلونو د هرې دورې په پای کې په اتومات ډول نوې شي. د ”اتومات اداینې” غوراوي په انتخاب سره، تاسو مونږ ته د دې اجازه راکوئ، چې د نوې دورې په رارسېدلو سره، د اداینې لپاره ستاسو له حساب څخه پیسې په اتومات ډول کمې شي.
    • دا ستاسو مسوولیت دی، چې خپل ځان، د اداینې د معلوماتو له سموالي څخه ډاډمن کړئ، ځکه چې په اداینه کې ځنډ، ممکن ستاسو د فعالې شوې کڅوړې د بندېدو لامل وګرځي.
    • تاسو کولای شئ، چې هر وخت د ”اتومات اداینې” غوراوی د اپلېکېشن له لارې لغوه کړئ. دا په پام کې ولرئ، چې د لغوه کولو غوښتنه مو باید د راتلونکې اداینې دورې له راتګ څخه دمخه ترسره شي؛ ترڅو د اتومات اداینې څخه مخنیوی وشي.
    • مونږ ستاسو له خبرولو څخه وروسته د معاملاتو د لګښتونو او د کڅوړو د نرخونو د بدلون حق لرو. د نرخونو بدلون به د راتلونکې تادیاتي دورې له پیل څخه پلي شي.
    • په ټوله کې د اتوماتیکو اداینو لپاره، د معاملاتو واپس کول امکان نه لري. که څه هم یو شمېر استثناوې شتون لري، چې هغه هم قضیې ته په کتو په پام کې نیول کېږي.
    • د اپلیکیشن له لارې، به تاسو د راتلونکو اتوماتیک تجدید فیسونو، په نرخونو کې د بدلونونو او یا هم د تادیاتو اړوندو مهمو معلوماتو په اړه خبرتیاوې ترلاسه کړئ.

    د حساب د ساتنې لګښتونه

    • حساب پی، هره میاشت په ټاکلې نیټه کې، د ټولو فعال کاروونکو له امتیازاتو څخه، د میاشتني حساب ساتنې فیس په توګه (۱۵) امتیازونه کموي.
    • حساب پی، هره میاشت په ټاکلې نېټه کې، له ټولو غیر فعالو حسابونو څخه د میاشتني حسابونو ساتلو فیس په توګه، د ۱۵ افغانيو د ګرځولو حق لري.
    • د ساتنې میاشتنی فیس به په هره میاشت کې په اوتومات ډول د پیرودونکي له حساب څخه په ټاکل شوې نیټه کې کمیږي.
    • حساب پی پیرودونکو ته د خبرتیا په ورکولو سره د میاشتني ساتنې فیس ګرځولو، حق لري.

    قانون

    دا هوکړه لیک به د متحده ایالاتونو د ډالاوېیر ایالت د قوانینو له مخې اداره او تشرېح شي.

    د شخړو حل

    دواړه خواوې پر دې هوکړه کوي، چې هر هغه شخړه، اختلاف، تناقض، یا توپیر چې د د دې هوکړه لیک د جوړښت، اجرا، تفسیر، باطل، له منځه وړلو یا فسخه کولو او یا هم د بلې اړوندې هر ډول موضوع پر سر رامنځ ته کیږي، حقوقي دعوې ته د ورتللو پرته؛ د ښه نیت له مخې، د خبرو اترو له لارې یې حل کړي.

    په هغه صورت کې که خبرې اترې مو بریالۍ نه شي، نو دواړې خواوې پر دې هوکړه کوي، چې هر هغه شخړه، اختلاف، تناقض، یا توپیرچې د دې هوکړه لیک د جوړښت، اجرا، تفسیر، باطل، له منځه وړلو یا فسخه کولو او یا هم د بلې اړونده هر ډول موضوع پر سر رامنځ شوی وي. په هر صورت کې د متحده ایالاتونو د ډالاوېیر ایالت په منځګړتوب باید حل شي.

    د "زه موافق یم" په ټاکلو سره، تاسو تاییدوئ، چې تاسو نوموړي شرطونه او مقررات لوستلي دي، سم پرې پوه شوي يئ او ورسره موافق یاست.

    © Zinzir Ltd. 2014 - 2024 ټول حقونه خوندي دي.

    psپښتو