شرطونه او مقررات


د حساب پې شرایط او مقررات
د تطبیق نېټه: ۲۰۲۴/۱/۱۲
دا شرایط او مقررات ("تړون") د حساب پې له اپلېکېشن، وېبپاڼې، خدماتو او نورو اړوندو ځانګړتیاو یا فعالیتونو (چې په ګډه د "خدمتونه" په نوم یادېږي) څخه ستاسو ګټه اخیستنه اداره کوي. د حساب د پرانیستلو، یا حساب پې ته د لاسرسي او یا هم د کارولو په صورت کې تاسو موافق یاست چې دې شرایطو او مقرراتو ته به پابنده اوسئ. که چېرې تاسو له دغو شرایطو او مقرراتو سره موافق نه یاست، نو نشی کولای چې حساب پې وکاروئ.
۱. د حساب پرانیستل او ګټه اخیستنه
۱.۱ د حساب پرانیستل
تاسو کولای شئ د خپل موبایل شمیرې په کارولو سره سمدلاسه د حساب پې حساب (اکونټ) پرانیزئ. د شمېرې په راجسټر کولو سره تاسو تاییدوئ چې دا شمېره په تاسو پورې اړه لري، معتبره ده، او د تاییدۍ لپاره کارول کېدای شي.
۱.۲ د حساب پې چوپړتیاوې
د حساب پې کاروونکي کولای شي له لاندې چوپړتیاوو څخه ګټه واخلي، خو د حساب پې چوپړتیاوې یوازې په دې پورې محدودې نه دي:
• له حساب پې سره د وصل شویو بانکي حسابونو څخه د پیسو لېږد رالېږد.
• راجسټر شویو پلورنځیو ته د کارتونو او د حساب پې بټوې له لارې اداینه.
• د حساب پې له راجسټر شویو استازو څخه د اداینې کارت او یا د حساب پې د بټوې له لارې د پیسو ویستل.
• کارکوونکو یا قراردادیانو ته د معاشاتو ورکړه.
• د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د حساب پې اکونټ، بانکي حسابونو، د حساب پې استازو او یا له نورو ګڼو لارو څخه خپلې کورنۍ او ملګرو ته د پیسو استول.
• د درېیمګړې ډلې د خدماتو کارونه (د درېیمګړې ډلې د شرایطو پر اساس) لکه: د هوټل او الوتنې بوک کول یا د ډالۍ کارتونو پېرودل.
۱.۳ د اداینې د کارتونو نښلول او بېرته غیرفعالول
کاروونکي کولای شي خپل بانکي حسابونه یا د اداینې کارتونه چې د اعتبار موده يې لږ تر لږه ۳۰ ورځې پاتې وي، له حساب پې سره وصل کړي او بېرته د حساب د تنظیماتو له برخې څخه خپل کارتونه غیرفعاله کړي؛ خو حساب پې، د قوانینو د تطبیق او د معلوماتو د امنیت په موخه به د معاملاتو تاریخچه له ځان سره وساتي.
۲. ځانګړتیاوې او خدمتونه
۲.۱ له حساب پې وپوښتئ
"له حساب پې وپوښتئ" ځانګړنه یوه مصنوعي ځیرکتیا ده، چې د کاروونکو د پوښتنو د ځوابولو په برخه کې له دوی سره مرسته کولای شي. له دغې ځانګړنې څخه په ګټه اخیستو سره تاسو دا موافقه کوئ چې خپل اضافه کېدونکي معلومات له مصنوعي ځیرکتیا سره د پروسس لپاره شریکوئ؛ تاسو دا هم تاییدوئ چې حساب پې دغه معلومات د کیفیت او خدماتو د ښه والي په موخه تحلیل او له ځان سره وساتي.
۲.۲ راپورونه او صورت حسابونه
کاروونکي کولای شي د معاملاتو صورت حسابونو ته لاسرسی ولري او ډاونلوډ یې کړي او د معاملاتو د ترسره کېدو په صورت کې یو لیکلی پیغام (خبرتیا) ترلاسه کړي. همدارنګه د ټولو فعالیتونو مخینه په تفصیلي توګه په اپلېکېشن کې شتون لري او حساب پې راپورونو او صورت حسابونو ته د لاسرسي په بدل کې هېڅ ډول فیس له پېرودونکي څخه نه اخلي.
۲.۳ د بېلانس زیاتول
د حساب پې بټوه د امانت بټوې په توګه فعالیت کوي، چې د ۱:۱ تناسب سره د کاروونکو پیسې په بانکي سیسټم کې خوندي ساتي. حساب پې د کاروونکي له رضایته پرته په هېڅ ډول شرایطو کې د کاروونکو پر پیسو باندې پانګونه، د پیسو لېږد او یا هم له پيسو څخه نوره استفاده نه کوي او کاروونکي هر وخت چې وغواړي کولای شي خپلې پیسې له حساب پې بټوې څخه وباسي او یا یې نغدې کړي.
۲.۴ د درېیمګړې ډلې چوپړتیاوې
حساب پې د درېیمګړي ډلې خدماتو ته د لاسرسي آسانتیا برابروي، چې په ترڅ کې یې کاروونکي کولای شي، هوټل بوک کړي، د طیارې ټکټونه او د ډالۍ کارتونه وپېري. کاروونکي باید خبر وي چې نوموړي خدمات د درېیمګړي لوري د شرایطو او مقرراتو تابع دي.
د بېلګې په توګه: د طیارې د ټکټونو د اخیستلو لپاره، کاروونکو ته سپارښتنه کېږي، چې د ډافل (Duffel) شرایط او مقررات وګوري. حساب پې د درېیمګړې ډلې په خدماتو کې د رامنځته کېدونکو ستونزو مسؤولیت پر غاړه نه اخلي او مخکې له هر څه نه د درېیمګړې ډلې د تګلارو د کتلو پر اهمیت باندې ټینګار کوي.
۲.۵ معاشات او یا ډلهییزې اداینې
د حساب پې کاروونکي کولای شي د وېب نسخې له لارې د معاشاتو ورکړه او ډلهييزې اداینې ترسره کړي. کاروونکي باید د اداینو له ترسره کېدو نه وړاندې خپل ځان پوره ډاډمن کړي، چې د ترلاسه کوونکو معلومات کره دي، ځکه د پروسې له مخته تګ نه وروسته اداینې د بېرته راګرځېدو وړ نه دي.
۲.۶ دوکاندار ته اداینې او اېم پاز (m-POS)
کاروونکي کولای شي چې د کیو آر (QR) کوډ په سکن او یا هم د خپلو کارتونو له لارې دوکاندار ته اداینه ترسره کړي. د حساب پې استازي د حساب پې اېم پاز (m-POS) په کارولو سره کولای شي د اداینې بېلابېل کارتونه د ویزه کارت، ماسټر کارت او امريکن اکسپرس په ګډون د اداینو لپاره ومني.
۳. د پيسو لېږل او د اداینو ترلاسه کول
۳.۱ د پیسو لېږل
د حساب پې کاروونکي د حساب پې بټوې یا بانکي حسابونو له لارې کولای شي نورو کاروونکو ته پیسې واستوي. په معاملاتو کې د مبلغ او یا شمېر محدودیتونه شتون لري، چې د اړوندو حقوقي مقرراتو او ټاکل شوو اداینو چینلونو تابع دي.
۳.۲ د پیسو ترلاسه کول
د اداینو پیسې په اتومات ډول اړونده حسابونو ته لېږل کېږي. که د پیسو په لېږد کې کومه ستونزه رامنځته شي، کاروونکی باید د پیسو له استوونکي او یا هم له اړونده بانک سره د خپلې ستونزې د حل په موخه په اړیکه کې شي.
۳.۳ د اداینې لغوه کول
ترسره شوې اداینې په عادي حالاتو کې د لغوه کېدو او یا هم بېرته راګرځېدو وړ نه دي. کاروونکو ته په کلکه سپارښتنه کېږي چې د اداینې له ترسره کولو نه وړاندې د ترلاسه کوونکي کس معلومات په دقت سره وګوري؛ ترڅو د تېروتنو مخه ونیول شي.
۳.۴ د پیسو د واپس کولو او بېرته را ګرځولو تګلاره
۳.۴.۱ د حساب پې د معاملاتو بېرته راګرځول:
- که ستاسو معامله د حساب پې له لارې ترسره شوې وي (لکه د حساب پې کاروونکو ترمنځ د پیسو لېږد) او نوموړې پیسې د مقابل کس له لوري نه وي مصرف شوې او یا هم له حساب څخه په نغدي بڼه نه وي ایستل شوې؛ نو زموږ ټیم به د ترلاسه کوونکي کس د رضایت په صورت کې له نوموړي اکونټ څخه د پيسو د بېرته را ګرځولو او واپس کولو په برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.
- که چېرې یوه معامله ناکامه شوې وي؛ خو ستاسو له حساب څخه پیسې کمې شوې وي؛ نو زموږ د ټیم له لوري به ستاسو معامله چک شي او د معاملې د ناکامۍ له تاییدۍ څخه وروسته به ژر تر ژره هماغه مبلغ ستاسو حساب ته در واستوي.
۳.۴.۲ د درېیمګړې ډلې په خدماتو کې د پیسو د واپس کولو اصول:
- که چېرې تاسو د درېیمګړې ډلې خدماتو ته اداینه ترسره کړې وي (لکه د طیارې ټکټ اخیستل، د هوټل بوک کول، د موبایل کرېډېټ اخیستل یا د ډالۍ کارت پېرل)، نو د پیسو د واپس کولو تګلاره هم د نوموړو خدماتو د وړاندې کوونکو د اصولو او مقرراتو تابع ده. حساب پې به هڅه وکړي چې د پیسو د واپس کولو لپاره د دواړو لورو ترمنځ همغږي رامنځته کړي؛ خو د هغو پایلو ضمانت نشي کولای چې د وړاندې کوونکي لوري په پالیسۍ پورې اړوندېږي.
۴. فیسونه او د حساب د ساتنې لګښتونه
۴.۱ د حساب ساتنې میاشتنی فیس:
فعال حسابونه: په میاشت کې به ۱۵ امتیازه کم کړای شي.
غیرفعال حسابونه: په میاشت کې به ۱۵ افغانۍ له حساب څخه کمې کړای شي.
حساب پې د دې حق لري چې، کاروونکو ته د خبرتیا له ورکړې څخه وروسته د حساب ساتنې فیسونه تعدیل/تغییر کړي.
۴.۲ اتومات نوي کېدل:
د هرې دورې په پای کې ټولې خدماتي کڅوړې په اتومات ډول نوې کېږي. کاروونکي کولای شي، د راتلونکي دورې له پیلېدو نه وړاندې د اتومات نوي کېدلو غوراوی په حساب پې اپلېکېشن کې غیرفعاله کړي. د اتومات نوي کېدو د فیس د برګشتۍ غوښتنې یوازې په استثنايي حالاتو کې د منلو او پلي کېډو وړ دي.
۵. امنیت او د هویت پېژندنې تاییدي
۵.۱ د هویت تاییدي:
حساب پې د حساب د تاییدۍ لپاره له کاروونکو څخه غواړي چې د خپلو اصلي پېژندپاڼو (لکه کاغذي/برېښنايي پېژندپاڼه یا پاسپورټ) له لارې خپل هویت تایید کړي. که د هویت تاییدي د نوموړو اسنادو په وسیله ترسره نه شي؛ نو ښايي ستاسو د حساب د تعلیق او یا بندېدو لامل وګرځي.
۵.۲ د درغلیو مخنیوی:
شکمن فعالیتونه، لکه درغلي، غلا، یا نورې غیرقانوني کړنې، اړونده مراجعو ته راجع کېږي. کاروونکو ته سپارښتنه کېږي چې ټولې هغه ارتباطي لارې چې ادعا کېږي په حساب پې پورې اړوندې دي، په دقیقه توګه وڅېړي او د جعل یا فیشینګ بریدونو پر وړاندې ډېر له احتیاطه کار واخلي.
۶. معنوي ملکیت:
په حساب پې پورې اړوند ټول معنوي ملکیتونه لکه اپلېکېشن، وېبپاڼه، متن، ګرافیکونه او لوګو د زينزیر ال ټي ډي شرکت ملکیت دی. کاروونکو ته یوازې د شخصي او مجازې ګټه اخیستنې لپاره یو محدود او نه انتقالېدونکی جواز ورکول کېږي. د حساب پې د معنوي ملکیت هر ډول غیرمجازه کارونه، نقل، یا تعدیل په کلکه منع دي.
۷. د حساب بندول
حساب پې د لاندې دلایلو پر اساس کولای شي چې د کاروونکو حسابونه بند کړي:
• په درغلۍ یا غیرقانوني فعالیتونو کې ښکېلتیا.
• د دغه تړون له شرایطو څخه سرغړونه.
• په غیر راجسټر شوې شمېرې باندې د حساب جوړول.
• د محکمې یا دولتي فرمانونو پر بنسټ د حساب بندول.
۸. د مسؤولیت محدودیت
د حساب پې مسؤلیت یوازې د چمتو شوو خدماتو پورې محدود دی او د لاندې مواردو پر وړاندې کوم مسؤولیت نه لري:
• د کاروونکو د غلطۍ له امله د پیسو زیان.
• د درېیمګړې ډلې د خدماتو د کارونې له امله راپورته شوې ستونزې.
• د کوډ شوي معلوماتو له لاسه ورکول، چې د درېيمګړې ډلې له لوري پروسس شوي وي.
۹. حاکم قانون او د شخړو حل
۹.۱ حاکم قانون:
دغه تړون د متحده ایالاتو د ډیلاویر ایالت د قوانینو پر اساس دی.
۹.۲ د شخړو حل:
د شخړو په صورت کې ښکېلې خواوې موافقه کوي، چې له قضايي اقدام نه وړاندې لومړی د ډیلاویر ایالت په منځګړیتوب او یا هم د خبرو اترو له لارې خپله شخړه حل کړي.
۱۰. تعدیلات یا بدلونونه
حساب پې په دغه تړون کې د بدلون راوستلو حق لري او مخکې له دې چې د حساب پې په خدماتو کې بدلون راشي، کاروونکو ته به د هر ډول تغیر او بدلون په صورت کې مخکې له مخکې نه خبرتیا ورکړل شي.
۱۱.د هویت پېژندنه
حساب پې د کاروونکو د هویت پېژندنې لپاره د اړتیا پر اساس هر وخت له کاروونکو څخه د هویت پېژندنې تاييدي غوښتلای شي. له کاروونکو څخه د هویت پېژندنې په موخه د (د انفرادي حسابونو لپاره پېژندپاڼه، پاسپورټ او د سوداګریزو حسابونو لپاره د سوداکرۍ جواز) غوښتل کېږي، که چېرې نوموړي اسناد د اړوند کس له لوري وړاندې نه شي؛ نو د کاروونکي تړون به لغوه او حساب به يې بند شي.
د هر ډول احتمالي درغلۍ، غلا، یا شکمن فعالیت په صورت کې به، حساب پې له اړوندو قضایي ادارو سره همکاري وکړي؛ ترڅو له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره شي.
ټولو کاروونکو ته سپارښتنه کېږي چې د جعل کاریو پر وړاندې ډېر محتاطه اوسي. که حساب پې له کاروونکو څخه د کومو اسنادو غوښتنه کوي؛ نو دغه غوښتنه به یوازې د برېښناليک او یا هم د سیسټم له لوري د خبرتیا له لارې ترسره شي او کاروونکي باید خپل اسناد د حساب پې د آنلاین پورټل له لارې په برېښنايي توګه مونږ ته راواستوي.
د حساب پې د کارولو لپاره تاسو دغه شرایط او مقررات په سمه توګه لوستي، پرې پوه او ورسره موافق یاست.
د دغه تړون د مادو په هکله د هر ډول پوښتنو یا اندېښنو په صورت کې، زموږ د پېرودونکو خدمتونو له څانګې ۵۸۰ سره په اړیکه کې شئ.