بدلونونه
**نېټه** د ۲۰۲۴ کال، د ډېسېمبر پینځمه
## د موبایل په هکله تازه معلومات
- ** د حساب پې له مصنوعي ځیرکتیا څخه وپوښتئ**
له کاروونکو سره د ارتباطاتي لارو د پیاوړي کولو په موخه د یوې داسې مصنوعي ځیرکتیا معرفي کول، چې په څو ژبو باندې د ځواب ورکولو وړتیا لري او په دې برخه کې پرله پسې نور پرمختګونه هم دوام لري.
- ** د پېن کوډ انتخابول**
کاروونکو ته اوسمهال پرته له دې چې د سیسټم له لوري کوم پېن کوډ واستول شي، خپل پېن پخپله تنظیمولای شي.
- ** د هوټل بوک کول**
د هوټل بوک کولو غوراوی اوسمهال په اپلېکېشن کې فعاله دی او تاسو کولای شئ، چې خپل سفرونه د اپلېکېشن له لارې په بې ساري توګه تنظیم او ترتیب کړئ. له دې نه وړاندې مونږه ستاسو لپاره د طیارې د ټکټونو د اخیستلو چوپړتیاوې هم د حساب پې له لارې چمتو کړې دي.
- ** د اپلېکېشن د فعالیت ښه والی **
د پرمختللو تخنیکونو په کارولو سره، د اپلېکېشن د سرعت او د کارونې په برخه کې د پام وړ ښه والی رامنځته شوی دی، ترڅو کاروونکي له اپلېکېشن څخه په آسانه توګه ګټه پورته کړي.
- ** پرمختللې بایومټریکه تاییدي**
- د څېرې تشخیص/د ګوتې نښان د تاییدۍ لپاره کارول کېږي.
- هر ځل چې اپلېکېشن بندوئ او بیا يې پرانیزئ، د لا زیات امنیت د ټینګښت په موخه به د بایومټريک تاییدي له تاسو وغوښتل شي.
- ** له پې پال سره وصلېدل**
کاروونکي اوس کولای شي چې په مستقیمه توګه له پې پال څخه په خپله حساب پې بټوه کې پیسې ترلاسه کړي.
- ** په اپلېکېشن کې دننه د چوپړتیاوو اعلانونه **
د اپلېکېشن له ځانګړنو او چوپړتیاوو سره د کاروونکو د لا ډېرې آشنايۍ په موخه، په اپلېکېشن کې دننه معلوماتي اعلانونه اضافه شوي دي.
## د وېبپاڼې په هکله تازه معلومات
– ** د (Hesab.com) وېبپاڼې بیا ډيزاین**
د حساب پې ډیزاین شوې وېبپاڼه (Hesab.com) اوسمهال د لاسرسي وړ ده او د کاروونکو لپاره د غوره تجربې او د کارن د اړیکو مډرنه بڼه ستاسو لپاره وړاندې کوي.
– ** له (APS) سره د ادغام سمون**
د ستونزو د حل او په بریالیتوب سره د معاملو د ترسره کېدلو په موخه، له (APS) سره د وصلېدو په برخه کې اړین بدلونونه رامنځته شوي دي.
یادونه: حساب پې د ۲۰۲۴ کال د ډېسېمبر پر دوهمه نېټه، ټول یاد شوي
بدلونونو علني کړي دي. له همدې امله، له دې نېټې نه وړاندې تازه معلومات په عامه کچه شتون نه لري.