خپله سوداګري له حساب پی سره وصل کړئ

د حساب پی له پراختیايي پورتال (Developer Portal) سره چې په افغانستان کې د تادیاتو مخکښه دريڅه ده، خپله آنلاین سوداګري لا غښتلې کړئ. له حساب پی سره مو آنلاین اداینې آسانه کړئ او سر له نن ورځې د خپلو خدماتو وړاندیزونو ته وده ورکړئ.

څنګه کارول کېږي؟

په حساب پی کې یوازې له دې څو پړاوونو سره خپلو پېرودونکو ته په ښه توګه اداینه ترسره کړئ.

وېبپاڼه یا اپلېکېشن

پیرودونکي ستاسو وېبپاڼه یا اپلېکېشن لټوي، خپل غوره شوي توکي کارټ ته اضافه کوي اود بررسۍ برخې ته ځي.

له حساب پی سره اداینه وکړئ

"له حساب پی سره اداینه" پر غوراوي باندې یوازې په یو ساده کلېک سره، دوی د اداینې بشپړېدو ته یو ګام نور هم نېږدې کېږي.

د پېرودونکي ننوتل

له هغې وروسته، هغوی خپل حساب پی ګڼوڼ (حساب) ته د خپل کارن نوم او پېن کوډ په دننه کولو په خوندي توګه دننه کېدای شي.

اداینه په بریالیتوب سره ترسره شوه.

اداینه په ډېره آسانه بڼه د هغوی له AFN بټوې څخه ترسره کېږي او پیسې سمدلاسه ستاسو سوداګریز حساب ته استول کېږي؛ تر څو نوموړې اداینه په چټکه او ډاډمنه توګه ترسره شي.

کوم څه چې تاسو له پراختیایي پورتال سره ترسره کولای شئ.

د حساب پی پراختیاورکونکی پورتال (Developer Portal) ستاسو د اداینو لپاره د بشپړو ځاني خدماتو وړتیاوې چمتو کوي. د یو روښانه پلټفارم له لارې د API کلیدونو رامنځته کول، د وېب هوکونو (webhooks) تنظیمول، د معاملاتو کتنه، او د پیسو بېرته ګرځول — دا ټولې چارې د یو ځیرک پلټفارم له لارې تاسو ته د یو غوره او اغېزناک مدیریت ځواک په لاس درکوي.

د API کلیدونو رامنځته کول

وېب هوکونه (Webhooks) وکاروئ

معاملې وګورئ

د پیسو بېرته ګرځول

په حساب پی کې مونږ له تاسو سره مرسته کوو چې ستاسو سوداګري وده وکړي.

200,000+

کاروونکی

4,500,000+

ټولې راکړې ورکړې

100+

سوداګرۍ

په مکرر ډول پوښتل شوې پوښتنې

د حساب پی له پراختیاورکوونکي پورتال (Developer Portal) څخه څوک ګټه اخیستی شي؟

ځواب: د حساب پی پراختیاورکوونکی پورتال (Developer Portal) د هر هغه چا لپاره چې سوداګريز تایید شوی حساب ولري د لاسرسي وړ دی. دغه پورتال د برېښنايي سوداګريو او د آنلاین خدماتو چمتو کوونکو ته چې د خپلو پلټفارمونو لپاره د حساب پی له آسانه تادیاتي سیسټم سره د یوځای کېدو په لټه دي، ډیزاین شوی دی.

زه په حساب پی کې سوداګريز حساب څرنګه ثبتولای شم؟

د سوداګريز حساب د راجسټرولو لپاره، د حساب پی اپلېکېشن ډانلوډ کړئ. د خپلې سوداګرۍ اړونده معلومات، د سوداګرۍ د جواز په شمول په بشپړه توګه په غوښتل شويو ځایونو کې زیات کړئ او خپله غوښتنه مونږ ته را واستوئ. زمونږ د ټیم له لوري ستاسو غوښتنه چک کېږي او د حساب له تاییدۍ وروسته تاسو ته خبر درکول کېږي.

زه د خپلې معاملې اړوند معلومات له کومې لارې حساب پی ته استولای شم؟

ځواب: کله چې یو کاروونکی ستاسو په پلټفارم کې معامله ترسره کوي؛ نو په اتوماتیکه بڼه د (API) له لارې حساب ته د توکو لېست او د هغوی قیمتونه استول کېږي. نوموړي معلومات د اداینې د آسانۍ په موخه کارول کېږي.

وروسته له هغې چې یو پېرودونکی د خپلې اداینې لپاره حساب پی ټاکي، څه پېښېږي؟

سیسټم ته د ننوتلو او د معاملې د تایید لپاره پېرودونکی د حساب پی د اداینې پاڼې ته بیايي. د تایید له مرحلې څخه وروسته معامله پروسس کېږي او پیسې سمدستي ستاسو سوداګريز حساب ته استول کېږي.

زه څرنګه کولای شم، چې پراختیاورکوونکي پورتال (Portal) ته لاسرسی پيدا کړم؟

ځواب: وروسته له دې چې ستاسو سوداګريز حساب تایید شو، پر دغه لېنک باندې کلېک وکړئ https://developers.hesab.com/login او له ورته اسنادو سره چې تاسو د خپل حساب پی سوداګريز حساب لپاره کارولي و، دننه شئ. په دې سره به د پراختیاورکوونکي پورتال (Portal) اصلي پاڼې ته لاړ شئ.

له حساب پی سره د خپل اپلېکېشن او یا هم وېبپاڼې د نښلولو لپاره څه ته اړتیا ده؟

تاسو اړ یاست، چې له پراختیا ورکوونکي پورتال (Developer Portal) څخه د API کيلي رامنځته کړئ. د نوموړې کيلي له رامنځته کولو څخه وروسته تاسو کولای شئ چې خپل پلټفارم له حساب پی سره ونښلوئ او خپلو پېرودونکو ته د دې زمینه برابره کړئ چې د حساب پی له لار اداینې ترسره کړي.

له حساب پی سره د یوځای کېدو لپاره اسناد او ملاتړ له کوم ځای څخه ترلاسه کولای شم؟

ځواب: جامع اسناد، د کوډونو په شمول او د API کیلي کارولو مثالونه، د پراختیاورکوونکي پورتال (Developer Portal) د اسنادو په برخه کې شتون لري. دغه سرچینه د دې لپاره ډیزاین شوې، چې له حساب پی سره ستاسو د پلټفارم د یوځای کېدلو په برخه کې بې سارې مرسته وکړي.

په حساب پی کې د سوداګریز حساب تاییدي څومره وخت نيسي؟

ځواب: د سوداګریز حساب تاییدي ستاسو له لوري د را لېږل شویو معلوماتو په بشپړتیا او سموالي پورې تړاو ولري. کله چې تاسو د خپلې سوداګرۍ معلومات راجسټر کړئ؛ نو زمونږ د ټيم له لوري ژر تر ژره چک او د سموالي په صورت کې تاییدېږي. زمونږ موخه د نوموړې پروسې ګړندي کول دي؛ ترڅو چې تاسو وکولای شئ له پراختیاورکوونکي پورتال (Developer Portal) څخه ډېر ژر ګټه واخلئ. د ځانګړو مهال ویشونو لپاره او یا هم که تاسو چټکې بیاکتنې ته اړتیا لرئ، نو مهرباني وکړئ له مونږ سره په اړیکه کې شئ [email protected].

آیا چمتو یاست چې له حساب پی سره وصل شئ؟

© Zinzir Ltd. 2014 - 2024 ټول حقونه خوندي دي.

psپښتو