د شرکت اداینې

د خپلو شرکتونو یا سازمانونو ټولې اداینې له یوه ځای څخه کنټرول کړئ.

هر چا ته، هر چېرې او په هر وخت کې د پیسو ډجيټال لېږد په وړیا ډول

له یوه حساب څخه کولای شئ، یوه کس ته او یا هم ۱۰۰۰۰۰ کسانو ته پیسې واستوئ. د نغدو بشري مرستو لېږد، د کارمندانو معاشونه، پلورونکي، عمومي چوپړتیاوې، ماليات.

حساب پی د مالي اداینو حللاره ده، چې ستاسو د شرکت اړتیاوو ته لومړیتوب ورکوي.

ډېرې اداینې

د حساب پی له یوه اکونټ څخه، یوازې په یوه کلېک سره، په ډېره آسانه توګه کولای شئ، چې له یوه کس نه تر ۱۰۰۰۰۰ کسانو پورې هر چا ته اداینه وکړئ.

د پیسو زیاتولو بېلا بېلې لارې چارې

اوس په ډېره آسانه توګه کولای شئ، چې په خپله حساب پی بټوه کې پیسې زیاتې کړئ: د بانک له لارې د پیسو لېږد، د نغدو پیسو ویستل او د نړیوالو پېرودونکو لپاره د USDC ثابت ارز غوره کړئ.

د ځيرکو موبایلو له برنامو او USSD څخه نيولې تر کيو آر (QR) کوډونو پورې

د ځیرکو موبایلونو له برنامو څخه نیولې په ساده موبایلونو کې له USSD څخه ګټه اخیستنه، کیو آر (QR) کوډونه او همدارنګه اف پې کارتونه چې د ټليفون شمېرې ته هم اړتیا نه لري.

څو اړخیزه تاییدي

د څو اړخیزې تاییدۍ پروسې چمتو کول: ستاسو ټیم ته ځواک ورکوي، چې د فاینل معاملو پیل، بیا کتنه او تایید د دوی له خوا ترسره شي.

ډېرې پوښتل شوې پوښتنې

حساب پی څه شی ده؟

حساب پی د تادیاتو یوه جامع حللاره ده، چې د افغانستان د ځانګړو مالي اړتیاوو لپاره ډیزاین شوې ده. حساب پی د برېښنايي پلټفارم له لارې د تادیاتو، د پیسو لېږد رالېږد او نورو مالي راکړو ورکړو د اداره کولو لپاره خوندي، آسانه او مؤثره لاره چمتو کړې ده.

څنګه کولای شم چې د حساب پی اکونټ پرانیزم؟

په حساب پی کې د حساب د پرانیستلو لپاره، زمونږ اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ او یا زموږ وېبپاڼه hesab.com وګورئ. په لومړي قدم کې تاسو باید خپل شخصي معلومات دننه کړئ او زمونږ د KYC تایید پروسه بشپړه کړئ. وروسته د حساب له تاییدۍ نه، تاسو کولای شئ چې د خپلو مالي راکړو ورکړو لپاره له حساب پی څخه ګټه پورته کړئ.

کله چې زه په خپل حساب پی اکونټ کې له کومې ستونزې سره مخ کېږم، څه باید وکړم؟

هر کله چې تاسو په خپل حساب پی اکونټ کې له کومې ستونزې سره مخ کېږي؛ نو سمدلاسه زمونږ د پيرودونکو له ملاتړ ټیم (۵۸۰) سره په اړیکه کې شئ. مونږ ستاسو د هرې پوښتنې یا اندېښنې د ځواب او مرستې لپاره څلورويشت ساعته ستاسو په چوپړ کې یو. تاسو کولای شئ چې د پېرودونکو چوپړتیاوو د اړیکشمېرې له لارې، برېښناليک او یا هم په اپلېکېشن کې د لارښود د شته برخو له لارې زمونږ سره په اړیکه کې شئ.

د حساب پی شرکت څرنګه کولای شي، چې ستاسو سازمان یا شرکت ته ګټه ورسوي؟

 

په افغانستان کې د مالي بحران سره د مبارزې لپاره د سازمانونو سره مرسته

معاش/تنخواه

د مؤثریت او دقت لپاره د معاشونو د مدیریت تنظیم

نغدې بشري مرستې

د نغدو بشري مرستو آسانه لېږد په چټکه، خوندي او باوري بڼه

پانګه

د ښه مالي کنټرول لپاره د پانګې عملیاتي سمون

دودیز څو اړخیره فعالیت

د مناسبو سوداګريزو حللارو لپاره د تطبیق وړ څو اړخیزه فعالیت

وړیا ازموينه

برېښنايي اداینې او راکړې ورکړې وړیا دي
که نه له دې نه بغیر له ۲ څخه تر ۵ سلنې فیس د پیسو د زیاتولو طریقې او د اړتیا وړ نغدو پیسو په مقدار پورې تړاو لري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د [email protected] پتې ته برېښناليک واستوئ او یا هم د "پیل يې کړئ" پر لاندې بټنه باندې کلېک وکړئ.

د بلاکچېن امنیتي سطحه

په حساب پی کې د پرمختللې ټیکنالوژۍ بلاکچین (Blockchain) په کارولو سره د مالي معاملو خوندي کول

غواړئ چې حساب پی وکاروئ؟ وړیا يې ډانلوډ کړئ!

زمونږ د انډرایډ (Android) او آی او اېس (IOS) برنامو د بې شمېره ځانګړتیاوو سره تاسو کولای شئ، چې خپلې ټولې مالي راکړې ورکړې کنټرول کړئ. په حساب پی کې له 20 څخه زیاتو تادیاتي چینلونو ته له لاسرسي څخه خوند واخلئ، په آسانه توګه پیسې واستوئ، د مني ګرام له لارې خپلې پیسې ترلاسه کړئ، خپل بېلونه پر وخت ادا کړئ، د ډالۍ کارتونو له پېرودلو څخه خوند واخلئ او د حساب پی له نورو ګڼو ځانګړتیاوو څخه ګټه پورته کړئ. د حساب پی اپلېکېشن له لارې تاسو کولای شئ چې هر وخت او هرچیرې خپلې مالي راکړې ورکړې ترسره کړئ. له حساب پی سره خپل مالي مزل ته پرمختګ ورکړئ او همدا نن زمونږ اپلېکېشن ډانلوډ کړئ!

© Zinzir Ltd. 2014 - 2024 ټول حقونه خوندي دي.

psپښتو