خپله آنلاین سوداګري یا اي کامرس، د حساب پې له پراختیايي پورټال (Developer Portal) سره چې په افغانستان کې د اداینو مخکښه دريڅه ده، لا پیاوړې کړئ. له حساب پی سره مو آنلاین اداینې آسانه کړئ او سر له همدا نن ورځې نه خپلو خدماتو ته وده ورکړئ.

له حساب پې سره یوازې د لاندې پړاوونو په ترسره کولو سره، خپلو پېرودونکو ته د پېرودنې غوره تجربه په لاس ورکړئ!

وېبپاڼه یا اپلېکېشن

پېرودونکي ستاسو وېبپاڼه یا اپلېکېشن پلټي او د خپلې خوښې وړ توکي د آنلاین اداینو برخې ته اضافه کوي او وروسته له هغې د اداینې برخې ته ورځي.

له حساب پې سره اداینه وکړئ

"له حساب پې سره اداینه" پر دغه غوراوي باندې یوازې په یوه کلېک سره، د اداینې بشپړېدو ته یو ګام نور هم نېږدې کېږي.

حساب ته ننوتل

وروسته له هغې د خپل کارن نوم او پېن کوډ له لارې دوی کولای شي، چې خپل حساب ته په خوندي توګه دننه شي.

اداینه په بریالیتوب سره ترسره شوه.

اداینه په ډېره آسانه بڼه د هغوی له افغانۍ(AFN) بټوې څخه ترسره کېږي او پیسې سمدلاسه ستاسو سوداګریز حساب ته استول کېږي، چې دغه پروسه په چټکه او ډاډمنه توګه ستاسو اداینه تضمینوي.

د حساب پې پراختیاورکونکی پورتال (Developer Portal) ستاسو د اداینو لپاره د بشپړو ځاني خدماتو آسانتیاوې چمتو کوي. د یوه روښانه پلټفارم له لارې د (API) کلیدونو رامنځته کول، د وېب هوکونو (webhooks) تنظیمول، د معاملاتو کتنه، او د پیسو بېرته ګرځول — دا ټولې چارې د یوه ځیرک پلټفارم له لارې تاسو ته د یوه غوره او اغېزناکه مدیریت ځواک په لاس درکوي.

د API کلیدونو رامنځته کول

وېب هوکونه (Webhooks) وکاروئ

د معاملاتو کتنه

د پیسو بېرته ګرځول

۲۰۰۰۰۰+

کاروونکي

۴۵۰۰۰۰۰+

ټولې راکړې ورکړې

۱۰۰+

سوداګرۍ

د حساب پې پراختیاورکوونکی پورتال (Developer Portal) څوک کارولای شي؟

ځواب: د حساب پې پراختیاورکوونکی پورتال (Developer Portal) د هر هغه چا لپاره چې تایید شوی سوداګريز حساب ولري د لاسرسي وړ دی. دغه پورتال د برېښنايي سوداګريو او د آنلاین خدماتو وړاندې کوونکو ته چې د خپلو پلټفارمونو لپاره د حساب پې له آسانه تادیاتي سیسټم سره د یوځای کېدو په لټه دي، ډیزاین شوی دی.

په حساب پې کې سوداګریز حساب څرنګه پرانیزم؟

د سوداګريز حساب د پرانیستلو لپاره، د حساب پی اپلېکېشن ډانلوډ کړئ. خپل پروفایل او د سوداګرۍ اړونده معلومات مو د سوداګرۍ د جواز په ګډون په غوښتل شویو ځایونو کې ور زیات کړئ او خپله غوښتنه مونږ ته را واستوئ. زمونږ ټیم به ستاسو غوښتنه چک کړي او د حساب له تاییدۍ وروسته به تاسو ته خبر درکړي.

زه د خپلې معاملې جزئیات څرنګه حساب پې ته واستوم؟

ځواب: کله چې یو کاروونکی ستاسو په پلټفارم کې معامله ترسره کوي؛ نو په اتوماتیکه بڼه د حساب پې د (API) له لارې د توکو یو لېست د هغوی له قیمتونو سره یوځای دوی ته استول کېږي، چې دغه معلومات به د اداینې پروسه آسانه کړي.

کله چې یو پېرودونکی د خپلې اداینې لپاره حساب پې انتخاب کړي، وروسته له هغې بیا څه کېږي؟

سیسټم ته د ننوتلو او د معاملې د تایید لپاره پېرودونکی د حساب پې د اداینې پاڼې ته راهنمايي کېږي. د تایید له مرحلې څخه وروسته معامله پروسس کېږي او پیسې سمدستي ستاسو سوداګريز حساب ته استول کېږي.

زه څرنګه پراختیاورکوونکي پورتال (Portal) ته لاسرسی موندلای شم؟

ځواب: وروسته له دې چې ستاسو سوداګريز حساب تایید شو، پر دغه لېنک باندې کلېک وکړئ https://developers.hesab.com/login او له هفو اسنادو سره چې تاسو د خپل سوداګريز حساب پې حساب لپاره کارولي و، دننه شئ. په دې سره به د پراختیاورکوونکي پورتال (Portal) اصلي پاڼې ته لاړ شئ.

له حساب پې سره د خپل اپلېکېشن او یا هم وېبپاڼې د نښلولو لپاره څه ته اړتیا ده؟

تاسو اړ یاست، چې له پراختیا ورکوونکي پورتال (Developer Portal) څخه د (API) یوه کيلي رامنځته کړئ. د نوموړې کيلي له رامنځته کولو څخه وروسته تاسو کولای شئ چې خپل پلټفارم له حساب پې سره ونښلوئ او خپلو پېرودونکو ته د دې زمینه برابره کړئ چې د حساب پی له لار اداینې ترسره کړي.

له حساب پی سره د یوځای کېدو لپاره اړین اسناد او ملاتړ له کوم ځای څخه ترلاسه کولای شم؟

ځواب: جامع اسناد، د کوډونو په شمول او د (API) کليدونو د کارولو مثالونه، د پراختیاورکوونکي پورتال (Developer Portal) د اسنادو په برخه کې شتون لري. دغه سرچینه د دې لپاره ډیزاین شوې، چې له حساب پې سره ستاسو د پلټفارم د یوځای کېدلو په برخه کې بې سارې مرسته وکړي.

په حساب پې کې د سوداګریز حساب تاییدي څومره وخت نيسي؟

ځواب: د سوداګریز حساب تاییدي ستاسو له لوري د را لېږل شویو معلوماتو په بشپړتیا او صحت پورې تړاو لري. کله چې تاسو د خپلې سوداګرۍ معلومات راجسټر کوئ؛ نو زمونږ د ټيم له لوري ژر تر ژره چک او د اسنادو د صحت په صورت کې پرته له ځنډه تاییدېږي. زمونږ موخه د نوموړې پروسې ګړندي کول دي؛ ترڅو چې تاسو وکولای شئ له پراختیاورکوونکي پورتال (Developer Portal) څخه ډېر ژر ګټه پورته کړئ. د ځانګړو مهال وېشونو لپاره او یا هم که تاسو چټکې بیاکتنې ته اړتیا لرئ؛ نو مهرباني وکړئ له مونږ سره په اړیکه کې شئ [email protected].

له حساب پې سره د وصلېدو لپاره چمتو یاست؟

Ⓡ "حساب پې" او د حساب‌ پې لوگو د حساب پې ثبت شوې سوداګریزې نښې دي.


حساب پې یوه نړیواله غیرامانتي بټوه ده، چې په بېلابېلو جغرافیایي موقعیتونو کې د اداینو لپاره بې سارې او خوندي حل لارې وړاندې کوي. حساب پې د قانوني جوازونو په درلودلو او د هغوی د اصولو او مقرراتو په رڼا کې خپل فعالیتونه پرمخ بیايي. کاروونکي مسؤولیت لري چې د خپلو اړوندو سیمو پلي شوو قوانینو او مقرراتو ته غاړه کېږدي. حساب پې په مستقیمه توګه د کاروونکو د پيسو کنټرول او ساتنه نه ترسره کوي؛ ترڅو زمونږ پېرودنکي د پیسو د کنټرول او په لوړه کچه د پیسو له امنیت څخه ډاډمن اوسي.


حساب پې د کرېپټوکرنسي صرافي نه ده او د کرېپټوکرنسۍ ساتنې خدمات هم نه وړاندې کوي.

  • محصولات
  • سرچینې
  • له مونږ سره په اړیکه کې شئ
psپښتو